Home » افغانستان » صالح: کابل ته راغلي کډوال دې په جوماتونو کې ځای پر ځای شي
رویداد خبري آژانس

صالح: کابل ته راغلي کډوال دې په جوماتونو کې ځای پر ځای شي

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، چې د حج اوقافو وزارت ته یې دنده سپارلې څو په کابل کې د هغو بې ځایه شویو کورنیو پر مخ د جوماتونو دروازې خلاصې کړي ، چې د وروستیو جګړو له کبله کابل ته راکډه شوې دي.

صالح پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې هیڅوک نشي کولای جوماتونو ته ددې خلکو د ورتلو مخه ونیسي.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د جګړو له کبله زر ګونه کورنۍ کابل ته را کډه شوې دي او په تر ټولو بد بشري وضعیت کې ژوند کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...