Home » افغانستان » صالح: له ښوونکو د ملګرو ملتونو ملاتړ نېک اقدام دی او هرکلی يې کوم

صالح: له ښوونکو د ملګرو ملتونو ملاتړ نېک اقدام دی او هرکلی يې کوم

د لرې کړل شوي ولسمشر محمد اشرف مخکينی لومړی مرستيال امرالله صالح وايي، د طالبانو له مسئلې ور هاخوا د ښوونځيو له ښوونکو د ملګرو ملتونو ملاتړ نېک اقدام دی.

نوموړي زياته کړې چې د ښوونکو په تړاو د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندو يا يونېسف هغه پرېکړه چې ښوونکو ته مياشتني معاشونه په مستقيمه توګه اجرا کوي، ابتکار دی او نوموړی ترې ملاتړ کوي.

په ورته وخت کې امرالله صالح طالبان تورن کړي چې ګواکې وړاندې کلونه يې تر خپل کنټرول لاندې سيمو کې د ښوونځيو له ښوونکو او ډاکټرانو د معاش لس سلنه پيسې د جزيې په توګه اخيستې.

نوموړي تازه په يوه ټوېټري پيغام کې ټينګار کړی چې دا مهال بايد طالبان له ښوونکو او ډاکټرانو ياده اندازه ماليه ونه ګرځوي.

اسلامي امارت بيا تر اوسه د امرالله صالح له لوري د دې يادې شوې موضوع په تړاو څه نه دي ويلي.

د ماشومانو د ملاتړ نړيوال صندوق يا يونېسف تېره اوونۍ اعلان وکړ چې په افغانستان کې له ماشومانو د ملاتړ په موخه به ښوونکو ته مياشتني معاشونه ورکوي. څو ماشومان وکولی شي خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...