Home » افغانستان » صالح: سږ کال له پاکستان څخه ۱۵ تر ۲۰ زره ټنه چاودېدنکي توکي هېواد ته راوړل شوي
رویداد خبري آژانس

صالح: سږ کال له پاکستان څخه ۱۵ تر ۲۰ زره ټنه چاودېدنکي توکي هېواد ته راوړل شوي


امرالله صالح وایي، په هغه بمونو کې چې په لاس جوړیږي په لویه برخه کې يې امونیم نایتریت څخه کار اخیستل کیږي چې د صادرولو ټوله سرچینه يې پاکستان دی.

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح نن چهارشنبه د دسمبر۲۳ ( مرغومي۳ ) په خپله فېسبوک پاڼه د شپږنیمو بجو په غونډه کې ویلي، امونیم نایټریټ هغه کیمیاوي کوډ دي چې د لسګونو کلونو راهیسې کارول يې په افغانستان کې بند دی. د افغانستان نور همسایه هېوادونه دا مواد افغانستان ته نه لیږدوي.

امرالله صالح وويل، مونږ په خپل مذاکراتو کې پاکستان سره ددې موادو منع کول په کراتو یاد کړی دی خو متاسفانه په ۲۰۲۰ کال کې له ۱۵ تر ۲۰ زره تن امونیم نایتریت له بیلابیلو لارو د طالبان په لاس کې قرار ورکړل شوي دي چې له هر ټن څخه يې ۵۰ بمونه جوړیږي.

دا په داسې حال کې ده چې امونیم نایټریټ یو له هغه چاودیدونکي توکو څخه دي چې د بمونو جوړولو لپاره ورڅخه کار اخیستل کیږي.

د لسګونو کلونو راپدیخوا افغانستان کې د امونیم نایټریټ کارول بند دی او نور همسایه هیوادونو هم افغانستان ته د دې کېمیاوي توکو لېږد بند کړی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي

په اسلام اباد کې د ...