Home » افغانستان » صالح: اسلام‌اباد ته ورغلي فعال افغانان د ISI له لوري نيول کېږي

صالح: اسلام‌اباد ته ورغلي فعال افغانان د ISI له لوري نيول کېږي

د لرې کړل شوي ولسمشر محمد اشرف غني مخکينی لومړی مرستيال امرالله صالح وايي، يو شمېر هغه افغانان چې په بېلابېلو برخو کې فعال پاتې شوي او په وروستيو کې له هېواد د وتلو په موخه اسلام‌اباد ته تللي، د پاکستان استخباراتي ادارې له لوري نيول شوي دي.

نوموړي په خپله فېسبوک پاڼه کې تازه لېکلي چې دغه نيول شوي افغانان نه يوازې مخکيني نظاميان دي، بلکې هغه افغانان هم په کې شامل دي چې د تېر نظام پرمهال په مختليفو برخو کې فعال وو.

صالح دغه راز تور پورې کړی چې دا کسان په پاکستان کې د افغانستان سفارت له لوري چې دامهال د اسلامي امارت له لوري رهبري کېږي، تر پېژنې وروسته د پاکستان استخباراتي ادارې يا ISI له لوري نيول شوي او يوه نامالوم ځای ته لېږدول شوي دي.

تر اوسه اسلامي امارت د لرې کړل شوي ولسمشر محمد اشرف غني د مخکيني لومړي مرستيال امرالله صالح د يادو څرکندونو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...