امرالله صالح وایي پولیسو هغه ډاکټر نیولی چې پر یوه ماشوم یې جنسي تیری کړی وو.
د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح، چې د یوې مودې راهیسې د کابل د امنیتي چارو او نظم د ټینګښت د مسئولیت چارې پرمخ وړي.
نن شنبه د نومبر ۲۸ (لېنډۍ ۸) د شپږ نیمو بجو په غونډه کې د نورو مسایلو ترڅنګ د یوه داسې ډاکټر د نیولو خبر هم ورکړی چې پر یوه لس کلن ناروغ ماشوم یې څو ځله جنسي تیری کړی دی.
امرالله صالح زیاته کړې چې د اسدالله په نامه دغه ډاکټر د کابل په شپاړسمه حوزه کې د ذوالفقار په نامه په يوه روغتون کې ډاکټر وو.
صالح همدا راز ویلي چې د دغه کس اعترافات او انځورونه به ژر خپاره شي او زیاتوي چې منفي تشهیر به د دغه راز جرمونو په کمولو کې ګټور ثابت شي.