Home » سپورټ » شپږیزه ۳۰سلنه نندارچیان د روغتیایي سپارښتنو د مراعتولو سره کولی شي لوبې له نږدې وګوري
رویداد خبري آژانس

شپږیزه ۳۰سلنه نندارچیان د روغتیایي سپارښتنو د مراعتولو سره کولی شي لوبې له نږدې وګوري

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د راروان شپږیزې کرکټ لیګ کې به محدودو نندارچیانو ته د لوبو د لیدلو ایجازه ورکړل شي.

تېره میاشت دغې ادارې ویلي و چې د کرونا ویروس د لا خورېدو د مخنیوي لپاره نشي کولی د شپږیزې اوم پړاو د نندارچیانو په شتون کې ولمانځي.

د کرکټ بورډ په خبرپاڼې کې راغلي‌ دي چې د عامې روغتیا وزارت: “د لوبغالي د ظرفیت په تناسب ۳۰ سلنه نندارچیانو ته د روغتیايي سپارښتنو د مراعتولو په شرط د لوبو لیدلو ایجازه ورکړل شوه.”

رویداد خبري آژانس

کرکټ بورډ وايي چې پر ټولو نندارچیانو ماسک وېشي، تر منځ یې دوه متره ټولنیز واټن پرېږدي او په ازاده فضا کې به لوبې ننداره کړي.

په پام کې ده چې د شپږیزې اووم پړاو راتلونکې اونې پيل شي.

د بند امیر ښاماران، د بست ساتونکي، د کابل بازان، د امو نهنګان، د سپین غر بازان او د مس عینک اتلان هغه شپږ لوبډلې دي چې د دغه لیګ په ۱۹ لوبو کې د اتلولۍ لپاره سیالي کوي.

خو له دې سره سره افغانستان کې اوس هم د کرونا ویروس د بیا خورېدو اندېښنه شته.

د عامې روغتیا وزات د معلوماتو پر بنسټ یوازې تیره ورځ د کرونا ۲۲ مثبتې پېښې دغه هېواد کې ثتبې شوي دي.

افغانستان کې د کرونا ویروس د خورېدو وروسته تر دې دمه څه باندې ۳۸ زره مثبتې پېښې ثبتې شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...