د چين ولسمشر شيجينګ پينګ د افغانستان پر ګاونډيو هېوادونو غږ کړی چې د دې هېواد د ښې راتلونکې لپاره دې په ګډه جدي عمل وکړي.
نوموړي دا څرګندونې نن پنجشنبه د (وري په ۱۱مه) د افغانستان په اړه د ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډې ته په لېږلي پيغام کې کړې دي. ولسمشر شي زياته کړې، په داسې حال کې چې افغانستان اوس په سختو شرايطو کې دی؛ خو بيا هم دغلته وضعيت د عادي کېدو خوا ته روان دی.
نوموړي سولهييز او باثباته افغانستان د سيمې په ګټه بللی او له همدې کبله يې د سيمې پر هېوادونو له افغانستان سره د همکاريو کولو غږ کړی دی. د چين ولسمشر ويلي، هېواد يې د افغانستان خپلواکۍ او جغرافيهوي حدودو ته درناوی لري او د ثبات په برخه کې به ورسره د پام وړ مرستې وکړي.
د ګاونډيو هېوادونود بهرنيو چارو وزيرانو درېيمه غونډه نن د دويمې ورځې لپاره هم په چين کې دوام لري او تمه ده چې په دې غونډه کې ګډوال هېوادونه له افغانستان سره د بشري مرستو کولو په موخه يوې نتيجې ته ورسېږي.