Home » سپورټ » شهزاد محمدي په نڅا کې هم مخکښ دی
رویداد خبري آژانس
شهزاد محمدي

شهزاد محمدي په نڅا کې هم مخکښ دی

د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې مخکښ توپوهونکي شهزاد محمدي د بل افغان لوبغاړي قیس احمد په واده کې خورا جالیبه نڅا کړې، چې د ډېرو خلګو پام یې ځانته راړولی.

پر ټولنیزو رسنیو هغه ویډيو ډېره لاس پر لاس شوې، چې پکې شهزاد محمدي نڅا کوي.

د افغانستان د کرکیټ ملې لوبډلې تېز توپوهونکی او د پيل لوبغاړی شهزاد محمدي افغان کرکیټ ملې لوبډلې ته شاوخوا له یو کلن ځنډه وروسته بیا راستون شوی.

شهزاد محمدي په تېر ۲۰۱۹م د کرکیټ پنځوس اوریزه نړیوال جام د پيل په لوبو کي لومړی ټپي او له هغه وروسته د ځیني اُصولو څخه د سر غړونژ په پار کرکټ بورډ ورباندي یو کلن بندیز ولګاوه.

شهزاد د نړیوال جام له دوهمې لوبې وروسته د فیټنیس د نه شتون په پلمه هیواد ته راستون کړل شو او هغه دلته له رسنیو سره خبرو کې خپل صحت د ډاډ وړ وښود او کرکیټ بورډ یې دې برخه کي ګرم وباله.

رویداد خبري آژانس
شهزاد محمدي

د دې ترڅنګ هغه د کرکټ بورډ مشرتابه له اجازې پرته د سفرونو او همدارنګه د یوه بل هېواد په کرکټ اکاډمۍ کې د تمریناتو له امله له بندیز سره مخ شوی و، ځکه هر لوبغاړی چې له هېواده بهر د سفر تابیا لري نو باید له ادارې اجازه ترلاسه کړي.

شهزاد محمدي څو میاشتې مخکې د ادارې د عمومي مشر او ډسپلین کمېټې له لوري پر نوموړي د پاتې مودې بندیز د بخښنې غوښتنه کړې وه، چې په پایله کي د ادارې د ډسپلین کمېټې د پرېکړې او عمومي مشر ښاغلي فرهان یوسفزي له تایید وروسته پر نوموړي د بندیز پاتې موده وبخښل شوه.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...