Home » افغانستان » شهرزاد اکبر: په افغانستان کې ناقونه شکنجه او نيونې جنګي جرم حسابېدای شي
A Taliban fighter looks on as he stands at the city of Ghazni, Afghanistan August 14, 2021. REUTERS/Stringer NO RESALES. NO ARCHIVES

شهرزاد اکبر: په افغانستان کې ناقونه شکنجه او نيونې جنګي جرم حسابېدای شي

د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسيون مخکينۍ رئيسه شهرزاد اکبر ادعا کوي، چې په افغانستان کې لا هم د ملکي افغانانو ناقونه نيونې، وژل، د تورنو کسانو شکنجه کول دوام لري.

نوموړې نن دوشنبه د (غويي په ۱۹مه) په يو لړ ټوېټونو کې ويلي، چې د اسلامي امارت له لوري د يادو مواردو دوام په جنګي جنايت کې حسابېدای شي.

شهرزاد اکبر ويلي، چې د نړيوالو بشري قوانينو په رڼا کې د ملکي وګړو د هدفي وژنو ترويج، هڅول او يا هم نه مخنيوی، په ناقانونه توګه د دوی نيول او د تورنو کسانو شکنجه کول هغه څه دي، چې د اسلامي امارت رهبرۍ او په ځانګړې توګه نظاميانو ته يې قانوني او جنايي مسووليت متواجه کوي.

شهرزاد اکبر د ملکي وګړو د نيولو او يا هم د تورنو کسانو د شکنجې په اړه تازه او يا هم کره موارد نه دي په ډاګه کړي. د اسلامي امارت مسوولانو د نوموړې دې څرګندونو په اړه تر اوسه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...