په پاکستان کې د مخکیني صدراعظم عمران خان له نیول کیدو وروسته، اوسني صدراعظم شهباز شریف خپلو خلکو ته په یوه ټلویزوني وینا کې عمران خان بیا – بیا د عمران نیازي په نوم یاد کړی او په شر جوړولو له تورنولو سره یې ویلي، چې د هغه او پلویانو کړنې به یې ونه بښل شي.
شهباز شریف د عمران خان له نیول کیدو وروسته، د هغه د پلویانو له تاوتریخوالي ډک غبرګونونه، په ځانګړي ډول د پوځ پر ودانیو بریدونه دښمنانه ګڼلي دي.
له دې سره راپورونه څرګندوي، چې پوځ ته د ځينو ښارونو د وضعیت کنټرولولو له مسوولیت سپارلو سره بیا هم اړ و دوړ روان دی او بېلابېلو سیمو کې د امنیتي ځواکونو او قهرجنو لاریون کوونکو ترمنځ اخ و ډب کیږي.
په دغو ناندریو کې د عمران خان د یو شمېر پلویانو د مرګ ژوبلې او یو شمېر ودانیو د سوزول کیدو خبرونه ورکړل شوي.
په ورته وخت کې ویل شوي، چې پولیسو د عمران خان د ګوند مرستیال شاه محمود قریشي، اسد عمر او فواد چوهدري او یو شمېر نور پلویان یې نیولي، خو خپله عمران خان به تر یوې اونۍ له بنده بیرته خوشې شي.
نړیوالو له پاکستاني لوریو غوښتي، چې د وضعیت د کنټرول لپاره خبرو ته کیني او د ناورین زیاتیدو مخه ونیسي.