د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف يو وار بيا د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف پر تېر حکومت تور پورې کړی، چې د منظمې اقتصادي طرحې نه درلودو له امله يې له نړۍ پرېمانه پورونه اخيستي دي.
نوموړي پرون شنبه د خيبر پښتونخوا په شنګله کې د خلکو يوې غونډې ته د وينا پرمهال ويلي، د تحريک انصاف په مشرۍ د پاکستان مخکيني حکومت د دغه هېواد دولت ډېر پوروړی کړی او له همدې کبله پاکستان له سخت اقتصادي ناورين سره مخ دی.
شريف زياته کړې، چې د پورونو او بوديجوي کسر له امله د لومړنيو توکو بيې خورا لوړې شوې وې او په خبره يې د کار په لومړۍ ورځو کې توانېدلی، چې د روژې پرمهال لوړې شوې بيې کنټرول کړي.
نوموړي ويلي، چې د خيبر پښتونخوا حکومت ورته په وار وار د بيو له لوړېدو شکايت کړی او يادو ستونزو د رسېدنې په موخه به په سر کې له پنجاب ايالت پښتونخوا ته کافي غنم ولېږل شي.
شهباز شريف د لومړي وزير په توګه د کار په پيل کې د سياسونو ترمنځ د يووالي ترڅنګ، د اقتصادي ستونزو او د بيو د کنټرول ژمنه کړې وه؛ خو د تحريک انصاف ګوند غړي چې د نوموړي سياسي مخالفان دي، شهباز شريف په سياسي لحاظ ناکام بولي.