Home » سیمه او نړی » شهباز شريف: عمران خان د پاکستان پر ضد غږېدلی، قانوني چلند ورسره کوو

شهباز شريف: عمران خان د پاکستان پر ضد غږېدلی، قانوني چلند ورسره کوو

د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف د عمران خان پر هغو څرګندونو غبرګون ښودلی، چې ګواکې د شريف په مشرۍ نوی حکومت د امريکا له لوري پر پاکستان تحميل شوی او د تحريک انصاف حکومت بيا برعکس د امريکا د سازش له امله وپرځول شو.

عمران خان پرون يک‌شنبه په اېبټ اباد کې د خلکو يوې غونډې ته ويلي، چې د نوموړي حکومت د امريکا په اشاره پرځول شوی او په دې کار کې د پاکستان اوسني واکمن سياستوال هم ورسره شريک دي.

شهباز شريف بيا د نوموړي دا څرګندونې د پاکستان د قانون او ملکي ادارو خلاف سازش بللی او ويلي يې دي، چې د دې څرګندونو له امله به د عمران خان پر وړاندې قانوني چلند وکړي.

شريف دا نه ده واضېح کړې چې د عمران خان پر وړاندې به څه ډول قانوني چلند وکړي؛ خو ويلي يې دي، چې دا څرګندونې د پاکستان خلاف سازش بلل کېدای شي.

د شهباز شريف او عمران خان ترمنځ په لفظي شخړ کې ډېر کله د پاکستان پوځ هم خوندي نه پاتې کېږي او د عمران خان له لوري پرې نيوکې دي، چې د امريکا په اشارې د نوموړي له حکومت سره ونه درېد.

خو پوځ بيا نن په يوه خپاره کړې بيان کې ويلي، چې سياسون دې يې په خپلو سياسي لانجو کې نه ښکېلوي او هڅه دې وشي چې پوځ له سياست لرې وساتل شي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...