د پاکستان پر نوي لومړي وزير شهباز شريف وروسته له هغې د عامو پاکستانيانو او په ځانګړې توګه د مخکني لومړي وزير عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف ګوند نېوکې زياتې شوې، چې سعودي عربستان ته يې په خپل رسمي سفر کې د کورنۍ ډېر غړي ورسره روان کړې دي.
ټاکل شوې چې شهباز شريف د روانې اپرېل په ۲۸مه د لومړي ځل لپاره سعودي عربستان ته په بهرني او رسمي سفر لاړ شي. په دې سفر کې نوموړی د ۴۰ کسيزه پلاوي له لوري بدرګه کېږي چې ۱۶ تنه يې يوازې له خپلې کورنۍ څخه دي.
د تحريک انصاف ګوند ويلي، چې شهباز شريف دا حق نه لري څو د دولت په پيسو ترسره کېدونکي رسمي سفر کې، د خپلې کورنۍ ۱۶ کسان له ځان سره بوځي.
د دې ګوند مسوولانو دا کار د پاکستان له ولس سره خيانت او د شهباز شريف شخصي ځان غوښتنه بللې ده. د شهباز شريف د کورنۍ دغه ۱۶ کسان چې ځينې به له اسلاماباد او پاتې نور به له عربي اماراتو او برېتانيا څخه له نوموړي سره يو ځای شي، د درېيو ورځو لپاره د رسمي سفر په چوکاټ کې په سعودي عربستان کې پاتې شي.
خو د پاکستان د مالوماتو وزيرې مريم اورنګزېب ويلي، چې د لومړی وزير شريف دغه سفر تر ډېره په سوداګريزه بڼه ترسره کېږي او د نوموړي د کورنۍ غړي هم، سعودي ته په خپل شخصي لګښت ځي.
شهباز شريف دغه سفر د سعودي عربستان د وليعهد محمد بن سلمان په بلنه ترسره کوي. محمد بن سلمان نوموړي ته د لومړي وزير ټاکل کېدو پرمهال سعودي ته د سفر بلنه ورکړې وه.