شمالي کوریا وايي، داسې بین البراعظمي بالسټیک توغندی یې ازمویلی چې د جامدو سونتوکو په مرسته کار کوي، او تر اوسه ازمائل شویو توغندیو کې تر ټولو زورور دی.
د دولتي رسنیو په رپوټونو کې د پنجشنبې ورځې دا ازموینه ستایل شوې او یوه ”معجزې ته ورته بریا ” بلل شوې.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون چې له خپلې لور، مېرمن او خور سره یو ځای یې د دې ازموینې لیدنه وکړه، د رپوټونو له مخې ویلي: ”مخالفین به د سختې وېرې او اضطراب له کبله ډېر ځورېږي. ”
نوموړي دغه راز ویلي، نوی ازمویل شوی توغندی چې د هواسونګ – ۱۸ نوم ورکړل شوی، د شمالي کوریا پوځي ستراتيژۍ سره هم مرسته کوي.
داسې توغندي چې د جامدو سونتوکو پر مټ کار کوي، د هغو پرتله چې د مائع سونتوکو پر مټ کار کوي، ژر توغول کېږي او له همدې کبله یې تعقیب هم اسان نه دی، خو ماهرین وايي، دا هم خپلې کمزورۍ لري.