شمالي کوريا تازه د لرې واټن وېشتونکي توغندي بريالۍ ازمويينه کړې ده. د دغه هېواد له لوري تازه ازموييل شوی توغندی د بالسټيک توغنديو خلاف د چټک واټن وهلو وړتيا لري.
د شمالي کوريا دغه ازمويينه د جاپان او سوېلي کوريا له لوري تشخيص شوې او ويل شوي چې ياد توغندی په ساعت کې ۶۲۰۰ کليومټره واټن وهلی شي.
شمالي کوريا دغه تازه ازموينه داسې مهال کوي چې ملګرو ملتونو موده وړاندې پر شمالي کوريا د ورته نورو ازمويينو بنديز لګولی دی.