Home » افغانستان » شمالي وزیرستان کې وسله‌والو شپږ پاکستاني‌ پوځیان وژلي

شمالي وزیرستان کې وسله‌والو شپږ پاکستاني‌ پوځیان وژلي

د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې شنبې ( د تلې ۱۴مه) له وسله‌والو سره په شخړه کې د یوه لوړ رتبه افسر په ګډون ۶ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې په برید کې شپږ وسله‌وال هم وژل شوي دي.

په یاده خبرپاڼه کې بریدګرو ته د “خوارجو” خطاب شوی چې د پاکستان پوځ دا نوم د ټي‌ ټي ‌پي (د پاکستاني تا ل.بانو تحریک) جنګیالو ته کارول کېږي.

د راپورونو له مخې، په سیمه کې یو شمېر امنیتي سرچینو ویلي چې په دغه برید کې ۲۲ پاکستاني عسکر ټپیان شوي دي.

بلخوا پاکستان وايي‌ چې د ټي ټي پي ډله په افغانستان کې مېشته ده او له هغه ځایه څخه بریدونه پلانوي.

دا په داسې حال کې ده چې ا.ا چارواکو بیا بیا ویلي چې دوی به چاته اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان له خاورې څخه پر نورو هېوادونو د برید کولو لپاره ګټه واخلي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...