د شمالي وزیرستان په میران شاه کې د امنیتي پوستې تر څنګ چاودنې څلور پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی دی چې دا چاودنه په میرانشاه کې د پوځیانو پوستې ته څېرمه هغه مهال رامنځته شوه چې پوځیان له ګزمې څخه د راستنېدو پر مهال پوستې ته د ننوتو په حال کې وو.
په دې چاودنه کې دوه پوځیان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي خو پاکستاني چارواکو بیا په یاده پېښه کې یوازې د یوه پوځي وژل کېدل تایید کړي دي.
چارواکي وایي چې تر پېښې وروسته مرستندویه ځواک سیمې ته رسېدلی او سیمه یې کلابنده کړې ده. تر اوسه د یادې چاودنې پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.