Home » سیمه او نړی » شمالي وزيرستان کې ۵ پاکستاني پوځيان وژل شوي

شمالي وزيرستان کې ۵ پاکستاني پوځيان وژل شوي

په شمالي وزيرستان کې د وسله‌وال بريد له امله د پاکستان د پوځ ۵تنه سرتېري وژل شوي او يو شمېر نور يې ټپيان شوي دي.

د پاکستان پوځ هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د يادو سرتېرو وژل کېدل تائيد کړي او زياته کړې يې ده چې په ځوابي ډزو کې يو شمېر وسله‌واال هم وژل شوي دي.

د پوځ د خبرپاڼې له مخې، دغه بريد داسې مهال شوی چې يوه ډله پوځيان د شمالي وزيرستان په بويا سيمه کې د استخباراتي مالوماتو پر بنسټ پر عملياتو بوخت وو.

په دې وروستيو کې په قبايلي سيمو کې د تحريک طالبان پاکستان ډلې اړوند وسله‌والو شمېر زيات شوی او له امله يې په يادو سيمو کې د ناامنۍ خلاف ولسي حرکتونه شروع شوي.

له دې حرکتونو سره سره بيا هم وخت ناوخت په قبايلي سيمو کې پر پاکستاني پوځيانو خونړي بريدونه کېږي، خو دا چې تحريک طالبان پاکستان د پاکستان له حکومت سره تر نامالومې مودې اوربند کړی، د يادو بريدونو مسووليت هم د کوم چا له لوري نه اخيستل کېږي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...