Home » سیمه او نړی » شمالي وزيرستان کې ۳ ځايي اوسېدونکي نامالومو وسله‌والو وژلي

شمالي وزيرستان کې ۳ ځايي اوسېدونکي نامالومو وسله‌والو وژلي

په قبايلي سيمو کې د هدفي وژنو په دوام سره تازه په دوو جلا پېښو کې، د شمالي وزيرستان درې تنه اوسېدونکي وژل شوي دي.

ځايي اوسيدونکي وايي، دواړه پېښې پرون شنبه د (غبرګولي په ۲۹مه) رامنځته شوي. د دوی په خبره لومړۍ پېښه په ميرعلي کې هغه مهال رامنځته شوه چې پر موټر سايکل سپرو نامالومو وسله‌والو دوه تنه ځايي اوسېدونکي پر ډزو ووژل.

پېښه پوليسو هم تائيد کړې او ويلي يې دي چې وسله‌وال بريدګر د يادو کسانو له وژلو وروسته په تېښته بريالي شوي دي.

د پرونۍ هدفي وژنو دويمه پېښه بيا د ميرانشا په يوه مارکېټ کې شوې او په کې وسله‌والو بريد کوونکو يو دوکاندار په ډزو وژلی. له دې سره د ۲۰۲۱ زېږديز کال له پيل تر دې مهاله په هدفي بريدونو کې د شمالي وزيرستان د وژل شويو اوسېدونکو شمېر ۲۸تنو ته ورسېد.

د يادو وژنو په ترڅ کې څو ورځې وړاندې د ميرعلي په ايپي او بړوخېلو کليو کې هم دوه تنه د نامالومو وسله‌والو له لوري وژل شوي وو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ او ځايي اوسېدونکي وايي، چې د يادو بريدونو تر شا د پاکستان د پوځ او استخباراتو لاس دی او په قبايلي سيمو کې فکر لرونکي ځوانان او قومي مشران په نښه کوي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...