په شمالي وزيرستان کې پر پاکستاني پوځيانو د بمي چاودنې له امله، يو شمېر پوځيان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.
د پاکستان پوځي چارواکو له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، چې په پرونۍ پېښه کې ټولټال ۳ پوځيان وژل شوي او ۷ نور ټپيان شوي دي.
دوی زياته کړې، ياده چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې د پاکستاني پوځيانو د موټر يو کاروان له ميرانشا څخه د بنو پر لور روان و.
خو ځايي سرچينې بيا ادعا کوي چې په دې چاودنه کې ۹ پاکستاني پوځيان وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان شوي دي.
تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې د يادې چاودنې مسووليت نه دی منلی. دغه چاودنه وروسته له هغې کېږي، چې وړمه ورځ د پکتيکا په برمل کې د پاکستاني طالبانو يا تحريک طالبان پاکستان ډلې ۳ مهم قومندان د سړک غاړې ماين په چاودنه کې ووژل شول.