په شمالي وزيرستان کې پر پاکستاني پوځيانو بمي چاودنه شوې او په کې د دغه هېواد ګڼو پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځايي چارواکو ويلي، چاودنه په ځمکه کې د خښ شوي ماين له امله داسې مهال رامنځته شوې چې پاکستاني پوځيان په سيمه کې پر ګزم بوخت وو.
د دوی په خبره په ياده پېښه کې د پوځ اړوند ملېشه ځواکونو يو سرتېری وژل شوی او يو بل ټپي شوي دی. تر اوسه د پاکستان پوځ په دې اړه څه نه دي ويلي.
خو تحريک طالبان پاکستان يا TTP چې د دغه چاودنې مسووليت يې منلی، په پېښه کې د دوو پاکستاني پوځيانو د وژل کېدو او دغه راز د ګڼو نورو له ټپي کېدو خبر ورکوي.
په دې وروستيو کې د تحريک طالبان پاکستان له لوري په قبايلي سيمو کې پر پاکستاني پوځيانو او د دغه هېواد پر امنيتي ځواکونو خونړي بريدونه کېږي چې په کې د دوی ګڼ شمېر سرتېري وژل کېږي او ټپيانېږي.