په شمالي وزيرستان کې ځايي چارواکو خبر ورکړی چې پرون دوشنبه د (چنګاښ په ۱۳مه) مازدېګر مهال د پاکستاني پوځيانو د موټرو پر يوه کاروان ځانمرګی بريد شوی دی.
چارواکو زياته کړې، چې ځانمرګي بريدګر خپل چاودېدونکي توکي په موټرسايکل کې ځای پر ځای کړي ول او د شمالي وزيرستان په ميرعلي کې يې د پوځيانو له موټر سره ټکر او چاودنه ورکړې ده.
د پاکستان پوځ که څه هم رسمي په دې اړه څه نه دي ويلي؛ خو ځايي پوځي چارواکو ويلي چې په دې ځانمرګي بريد کې ۹ تنه پوځيان ټپي شوي او له ډلې يې د ۳ تنو روغتيايي وضعيت خطرناک دی.
دې چارواکو زياته کړې، چې د پوځيانو دا کاروان د خيبر پښتونخوا له بنو څخه د شمالي وزيرستان دتهخېلو ته روان و چې په ميرعلي کې پرې ځانمرګی بريدی شوی.
په شمالي او سويلي وزيرستان کې هدفي او پر پاکستاني پوځيانو ورته خونړي بريدونه داسې مهال کېږي، چې په يادو قبايلي سيمو کې فعالې تحريک طالبان پاکستان ډلې د پاکستان له حکومت سره په مذاکراتو کې، تر نامالومې مودې اوربند کړی دی.