شمالي وزيرستان کې نن يکشنبه د (غويي په ۲۵مه) پر پاکستاني ځواکونو ځانمرګی بريد شوی چې په ترڅ کې يې ګڼو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
چاودنه د شمالي وزيرستان په مرکز ميرانشا کې هغه مهال شوې، چې د پاکستاني پوځيانو د سوارلۍ موټر له سيمې څخه د تېرېدو په حال کې و.
چاودنه د پاکستان پوځ هم تائيد کړې او ويلي يې دي، چې پېښه د ماشومانو د واکسين ټيمونو د خونديتوب پر ځواکونو شوې او په ترڅ کې يې د ۳ تنو سرتېرو په شمول ۳ ماشومان هم وژل شوي دي.
تر اوسه د چاودنې مسووليت کومې وسلهوالې ډلې په غاړه نه دی اخيستی. په شمالي وزيرستان او نورو قبايلي سيمو کې د تحريک طالبان پاکستان ډله تر نورو زياته فعاله ده او دغلته پر پاکستاني پوځيانو وخت ناوخت خورا خونړي بريدونه کوي.
دغه بريد داسې مهال شوی، چې نن د تحريک طالبان پاکستان له لوري له پاکستاني ځواکونو سره له اختر راهيسې د شوي اوربند وروستۍ ورځ ده.