Home » سیمه او نړی » شمالي وزيرستان کې پر پاکستاني پوځيانو ځانمرګي بريد مرګ ژوبله اوړولې

شمالي وزيرستان کې پر پاکستاني پوځيانو ځانمرګي بريد مرګ ژوبله اوړولې

په قبايلي سيمو کې پر پاکستاني ځواکونو د بريدونو په دوام سره، د شمالي وزيرستان اړوند د ميرعلي په نورک سيمه کې پر پاکستاني پوځيانو ځانمرګی بريد شوی.

سرچينو ويلي، چې دا بريدو وړمه ورځ ناوخته هغه مهال شوی، چې له سيمې څخه د پاکستاني پوځيانو د موټرو کاروان په تېرېدو و. دې سرچينو ويلي، چې د بريد له امله د پوځيانو د سوارلۍ موتر په بشپړه توګه وېجاړ شوی او په کې سپاره پوځيان وژل شوي دي.

خو له رسنيو سره په خبرو کې رسمي سرچينو بيا ويلي، چې د پوځيانو ياد موټر زغروال و او له همدې کبله د ۶ پوځيانو له ټپي کېدو پرته څوک په کې نه دي وژل شوي.

دې سرچينو منلې چې د ټپي شوو پوځيانو له ډلې د ۲ هغو روغتيايي وضعيت شديد او نازک دی. د ميرعلي په نورک سيمه کې د دې ځانمرګي بريد مسووليت هېڅ کومې ډلې تر اوسه نه دی منلی.

له دې سره پرون د خيبر ايجنسۍ په شا کس سيمه کې نامالومو وسله‌وال پر پوليس ډزې کړي او وژلی يې دی. نوموړی پوليس له دندې څخه خپل کور ته پر لار چې هدف وګرځول شو.

په همدې ورځ د خيبر ايجنسۍ په جمرود کې هم پر پوليسو هدفي بريد شوی؛ خو په پايله کې يې يوازې دوه تنه پوليس ټپيان شوي دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...