د هدفي وژنو په ترڅ کې يو وار بيا نامالومو وسلهوالو پرون جمعه د (چنګاښ په ۱۰مه) په شمالي وزيرستان کې ۳ ځوانان وژلي دي.
ځايي سرچينو ويلي، لومړۍ پېښه د ميرعلي په بازار کې هغه وخت رامنځته شوه، چې پر موټرسايکل سوارو کسانو په ياد بازار کې پر دوو کسانو ډزې وکړې او بيا له سيمې وتښتېدل. په دې پېښه کې هدف ګرځول شوي دواړه کسان وژل شوي دي.
د دې ترڅنګ د شمالي وزيرستان په رزمک کې بيا ځايي امنيتي مسوولانو د يوه کس جسد موندلی دی. د دې دواړو پېښو په تړاو د پوليسو له لوري کوم څوک نه دي نيول شوي؛ خو پوليسو ويلي چې د يادو پېښو د عاملانو پيدا کولو او نيولو هڅې يې پيل کړي دي.
له دې وړاندې هم په شمالي وزيرستان کې د ځوانانو يوې ځايي تولنې ۴ غړي په يوه ورځ د نامالومو وسلهوالو له لوري په نښه او ووژل شول.
که څه هم د پاکستان حکومت او تحريک طالبان پاکستان ترمنځ په مذاکراتو کې د دواړو لورو ترمنځ تر نامالومې مودې اوربند شوی؛ خو لا هم په شمالي او سويلي وزيرستان کې هدفي وژنې او ناامني دوام لري.
د پښتون ژغورنې غورځنګ او نورو مدني ټولنو د پاکستان پوځ او استخبارات تورن کړي چې په يادو وژنو او ناامنيو کې لاس لري او په خبره يې په دې توګه غواړي، چې په سيمه کې د ترهګرۍ يوې بلې پروژې د تطبيق لپاره زمينه برابره کړي.