د شمالي وزيرستان ځايي اوسېدونکي وايي، چې د ميرعلي په حيدرخېلو کلي کې نامالومو وسلهوالو د وزيرستان ځوانانو د تنظيم په نوم د ځوانانو يوې ځايي ټولنې ۴ تنه غړي په ډزو وژلي دي.
په شمالي وزيرستان کې ځايي چاروکو هم ياده پېښه تائيد کړې او ويلي يې دي، چې پر يادو ځوانانو د موټرسايکل سوارو وسلهوالو له لوري ډزې شوي دي.
د وژل شوو ځوانانو نومونه احمد داوړ، سنيد داوړ، اسدالله او عماد داوړ ښودل او داسې مهال د وسلهوالو له لوري په نښه شوي، چې له يوې ميلمستيا بېرته د خپلو کورونو پر لور روان وو.
يادو وژل شوو ځوانانو د وزيرستان د ځوانانو تنظيم له لارې په دې سيمه کې د ترهګرۍ پر ضد غږ پورته کاوه او د پاکستان پر حکومت يې نيوکه کوله، چې په شمالي وزيرستان کې د زدهکړو پر ځای د ترهګرۍ ترويج ته کار کوي.
تر اوسه د يادو ځوانانو د وژلو په تړاو د پوليسو له لوري څوک نه دي نيول شوي؛ خو چارواکو ويلي چې د پېښې عاملانو د نيولو په موخه يې هڅې دوام لري.