په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني پوځيانو کاروان د وسلهوالو له کمين سره مخ شوی او په دې بريد کې کې ګڼو پاکستاني پوځيانو ته مرګ ژوبله ور اوښتې ده.
د پاکستان پوځ هم ياد بريد تائيد کړی او ويلي يې دي، چې پرون جمعه د (وري په ۲۶مه) يې د پوځيانو يو کاروان په شمالي وزيرستان کې ډيورنډ کرښې ته څېرمه د وسلهوالو له کمين سره مخ شوی دی.
د پوځ په اعلاميه کې ويل شوي، چې په دې بريد کې ۷ تنه پوځيان وژل شوی دي؛ خو د ټپي شوو پوځيانو د شمېر په اړه يې څه نه دي ويلي.
بل خوا ځايي اوسېدونکي بيا د وژل شوو پاکستان پوځيانو شمېر له دې لوړ ښيي او وايي، چې د وسلهوالو په بريد کې له رسمي خپرو شوو شمېرو زيات سرتېري وژل شوي دي.
د دې بريد مسووليت د تحريک طالبان پاکستان ډلې په غاړه منلی او په کې يې ګڼو پاکستاني پوځيانو ته د مرګ ژوبلې اوړولو ادعا کړې ده.
په وروستيو کې د پاکستان پر پوځ د تحريک طالبان پاکستان ډلې له لوري مرګوني او خونړي بريدونه زيات شوي، چې له امله يې د پاکستان امنيتي ځواکونو په ليکو کې د قبايلي سيمو اوسېدونکو له لوري د دندو پرېښودل زيات شوي.