د شمالي وزيرستان اوسېدونکي وايي، په ميرعلي کې د عيدک او بوراخېلو دوو قبيلو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه شوې او په ترڅ کې يې ۶ تنه وژل شوي دي.
ځايي اوسېدونکو ويلي چې په وژل شويو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دی. دوی ټينګار کړی چې چارواکي دې د يادې جګړې د درولو په موخه لاس په کار شي.
د شمالي وزيرستان ځايي اوسېدونکو په خبره، د يادو قبيلو ترمنځ له مودې راهيسې لانجې او دعودې روانې وې چې په ترڅ کې يې وسلهواله نښته رامنځته شوه.
د شمالي وزيرستان چارواکو بيا خبر ورکړی چې د شخړې د درولو په موخه لاس په کار شوي او هڅه کوي چې پېښه شوې لانجه د خبرو له لارې غوڅه کړي.