په قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې نن دوشنبه د (غبرګولي په ۹مه) د پاکستاني پوځيانو پر يوه پوسته ځانمرګی بريد شوی او په ترڅ کې يې يادو پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځايي چارواکو د پېښې په تائيدولو سره ويلي، ځانمرګي بريدګر خپل موټرسايکل چې چاودېدونکي توکي يې په کې ځای پر ځای کړي وو، د شمالي وزيرستان رزمک سب ډيوېژن اړوند دوسلي سيمه کې د پوځيانو له پوستې سره جنګولی او چاودنه يې ورکړې ده.
چارواکو زياته کړې، چې د رسمي شمېرو له مخې په دې پېښه کې ۲ پاکستاني پوځيان او دوه ماشومان، چې د چاودنې پرمهال په سيمه کې موجود وو وژل شوي دي.
دوی د يو شمېر پوځيانو ټپي کېدل هم تائيد کړي، خو د يادو ټپي شوو پوځيانو کره شمېر يې رسنيو ته نه دی په ډاګه کړی.
بل لور ته ځايي سرچينو رسنيو ته منلې چې په ياده چاودنه کې له ۵ ډېر پاکستاني پوځيانو وژل او دغه راز تر ۹ نور ټپيان شوي دي. تر اوسه د پاکستان پوځ د يادې پېښې په اړه رسمي څه نه دي ويلي.
په داسې حال کې چې د پاکستان د پوځ او په قبايلي سيمو کې د فعالې ټيټيپي ډلې ترمنځ د اوربند وروستۍ ورځې دي، خو ځايي خلک اندېښمن دي چې د اوربند باوجود ورته بريدونه د چا له لوري کېږي؟
په شمالي وزيرستان کې د ننني ځانمرګي بريد مسووليت د دې خبر تر خپرېدو پورې کومې وسلهوالې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.