Home » سیمه او نړی » شمالي وزيرستان کې د وسله‌وال بريد پرمهال پاکستاني پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

شمالي وزيرستان کې د وسله‌وال بريد پرمهال پاکستاني پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د شمالي وزير په ميرعلي کې پر پاکستاني پوځيانو وسله‌وال بريد شوی او په ترڅ کې يې يادو پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله ور اوښتې ده.

بريد د پاکستان پوځ هم تائيد کړی او د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره يې ويلي، چې د دغه وسله‌وال بريد په ترڅ کې ۲ پوځيان وژل شوي دي.

د پوځ په خبرپاڼه کې راغلي، چې د بريد پرمهال يې وسله‌والو ته سخت ځواب ورکړی او زياته کړې يې ده، چې د بريدګرو د مودندلو په موخه يې په ميرعلي کې عمليات پيل کړي دي.

خو ځايي سرچينې بيا پاکستاني پوځيانو ته په بريد کې اوښتې مرګ ژوبله له هغه څه زياته ګڼي، چې د پاکستان پوځ په خپله خبرپاڼه کې په ډاګه کړي.

ځايي سرچينو رسنيو ته ويلي، چې په دې بريد کې ۵ پاکستاني پوځيان وژل شوي او ګڼ نور ټپيان شوي دي.

په شمالي وزيرستان کې پر پاکستاني پوځيانو دغه بريد داسې مهال کېږي، چې پاکستاني طالبانو د افغان طالبانو په منځګړيتوب د پاکستان له حکومت سره په مذاکراتو کې، د کوچني اختر لپاره کړی اوربند د روانې می تر وروستيو وغځوه.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...