Home » افغانستان » شمالي وزيرستان کې د هدفي وژنو خلاف پرلت کوونکي لويې لارې بندوي

شمالي وزيرستان کې د هدفي وژنو خلاف پرلت کوونکي لويې لارې بندوي

په شمالي وزيرستان کې د سلګونه ځايي اوسېدونکو له لوري په دې سيمه کې د هدفي وژنو خلاف پرلت روان دی، خو تر اوسه يې ځايي مسوولانو غوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

په دې پرلت کې قومي مشرانو پرېکړه کړې، چې سر له نن پنج‌شنبې د (زمري په ۶مه) به له شمالي وزيرستان څخه تېرې شوې لويې لارې تر هغې بندوي، چې د شوو هدفي وژنو او د يادو وژنو د بندېدو په اړه ورته حکومت روښانه ځواب او مالومات نه وي ورکړي.

پرلت کوونکو له ځايي ټولو قبيلو په دې پرلت او اعتراض کې د ګډون غوښتنه کړې او د دې ترڅنګ يې دا فيصله هم کړې، که کومه قبيله د خپل حق غوښتنې په موخه په پرلت کې ګډون ونه کړي، نو د قومي مشرانو له لوري به جريمه کېږي.

پرلت کوونکي ټينګار کوي، چې له حکومتي چارواکو سره به هدفي وژنو د مخنيو په تړاو مذاکرات د دوی په دفترونو کې نه، بلکې د پرلت په ځای کې کوي.

دا پرلت وروسته له هغې پيل شو، چې د روانې جولای په ۱۴مه په شمالي وزيرستان کې د جمعيت علمای اسلام ګوند دوه غړي د مخ پټو کسانو له لوري په نښه او ووېشتل شول.

په روان ۲۰۲۲ زېږديز کال پرمهال يوازې په شمالي وزيرستان کې ۳۸ تنه د هدفي بريدونو په ترڅ کې وژل شوي دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټروډو استعفا ته د ټرمپ غبرګون: کاناډا باید زموږ ایالت شي

د کاناډا لومړي وزیر جاسټین ...