Home » سیمه او نړی » شمالي وزيرستان کې د وسوله‌وال بريد پرمهال پاکستاني پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

شمالي وزيرستان کې د وسوله‌وال بريد پرمهال پاکستاني پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

پاکستاني چارواکي وايي، وسله‌والو په شمالي وزيرستان کې د پاکستان د پوځ پر يوه پوسته مرګونی وسله‌وال بريد کړی چې په ترڅ کې يې پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د رسنيو د راپورونو له مخې، چارواکو دا نه دي ويلي چې په دې بريد کې څو تنه پاکستاني پوځيان وژل شوي او ټپيان شوي دي.

د پاکستان پوځ بيا د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره په شمالي وزيرستان کې د پوځ پر پوستې شوی بريد تائيد کړی او ويلي يې دي، چې په دغه بريد کې د پوځ يوازې يو تن سرتېری وژل شوی دی.

له دې سره ځايي سرچينو هم د پوځ د خبرپاڼې خلاف، په بريد کې د مرګ ژوبلې کچه زياته ښيي خو په دې اړه يې دقيق ارقام نه دي ورکړي.

په دې وروستيو کې په قبايلي سيمو او بلوچستان کې د پاکستان پر پوځ مرګونو بريدونو زور کړی او په ترڅ کې يې نږدې هره ورځ د دغه هېواد يو شمېر پوځيان وژل کېږي.

د يادو اکثره بريدونو مسووليت تحريک طالبان پاکستان او بلوڅ بېلتون پال په غاړه اخلي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...