Home » سیمه او نړی » شمالي وزيرستان کې د جګړې له امله پاکستاني پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

شمالي وزيرستان کې د جګړې له امله پاکستاني پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني طالبانو يا تحريک طالبان پاکستان TTP او پاکستاني پوځيانو ترمنځ نښته شوې او په ياده نښته کې د پاکستاني طالبانو ترڅنګ پاکستاني پوځيانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پاکستان پوځ هم ياده نښته تائيد کړې او د يوې خبر پاڼې په خپرولو سره يې ويلي، نښته هغه مهال رامنځته شوه چې پوځيان د استخباراتي مالوماتو پر بنسټ د شمالي وزيرستان په سپين وام کې پر عملياتو بوخت وو.

د خبرپاڼې له مخې، په دغه نښته کې يو پوځي او د پاکستاني طالبانو يا تحريک طالبان پاکستان ۲تنه جنګيالي وژل شوي دي.

بلخوا ځايي اوسېدونکي بيا که څه هم د مرګ ژوبلې کره شمېرې نه ښيي خو وايي، چې په ياده نښته کې پاکستاني پوځيانو ته د اعلان شوي شمېر برعکس زياته مرګ ژوبله اوښتې.

په شمالي او جنوبي وزيرستان کې ډېر کله پر پاکستاني پوځيانو وسله‌وال بريدونه کېږي. خو د يادو بريدونو پرمهال پوځيان په سيمه کې ګرځبنديز اعلانوي او د تلاشيو په پلمه د خلکو پر کورونو چاپې اچوي.

دې چارې ځايي اوسېدونکي په عذاب کړي او غوښتنه کوي چې د پاکستان پوځ دې د ورته اقداماتو له کولو لاس په سر شي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...