په شمالي وزيرستان کې د درېيو بېلابېلو وسلهوالو بريدونو په ترڅ کې ۸ تنو پاکستاني پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. چارواکو ويلي چې دغه بريدونه د شمالي وزيرستان اړوند په (شوې) سيمه کې شوي دي.
ځايي چاروکو د نوم نه ښودلو په شرط رسنيو ته ويلي، په يادو درېيو بريدونو کې لږ تر لږه ۷ پوليس ټپي شوي او يو پوليس وژل شوی دی.
تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې پر پوليسو د دې بريدونو مسووليت نه دی منلی. خو په شمالي وزيرستان کې د ورته بريدونو مسووليتونه تل د تحريک طالبان پاکستان له لوري منل شوي دي.
په دې وروستيو کې پر پاکستان پوځيانو او پوليسو په بلوچستان او قبايلي سيمو کې مرګوني بريدونه زيات شوي دي. تحريک طالبان پاکستان او بلوڅ بېلتون غوښتونکي چې په يادو سيمو کې ډېر فعال دي، اکثره وخت د دې بريدونو مسووليت مني.