د شمالي وزيرستان ځايي مسوولان وايي، چې د ټوچي سيند په غاړه يې د دوو وژل شوو کسانو جسدونه موندلي دي.
د چارواکو په خبره، دا دوه کسان د خيبر پښتونخوا د لکي مروت سيمې اوسېدونکي دي او هلته يې د رختونو کاروبار درلود. دوی ويلي، داسې ښکاري چې ياد کسان لومړۍ تښتول شوي او له هغې وروستبه بيا وژل شوي دي.
ځايي چارواکو د يادو کسانو نومونه وليالله او اميرجان ياد کړي؛ خو دا يې نه دي ويلي چې دا کسان د چا له لوري او ولې وژل شوي دي؟
له دې سره هممهاله د سوېلي وزيرستان په شکتوی او خېسور کې هم نامالومو وسلهوالو پر دوو ځايي اوسېدونکو ډزې کړي او وژلي يې دي.
د خېسور په توروام کې وژل شوی کس په سيمه کې د مبايلونو دوکان لري خو شکتوی کې بيا وژل شوی کس بې روزګاره و.
تر اوسه په دې اړه د پوليسو له لوري هېڅوک نه دي نيول شوي؛ خو چارواکو خبر ورکړی چې د شمالي او سوېلي وزيرستان د يادو پېښو په اړه پلټنې روانې دي.