Home » سیمه او نړی » شمالي او جنوبي وزيرستان کې پاکستاني پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

شمالي او جنوبي وزيرستان کې پاکستاني پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

په شمالي او جنوبي وزيرستان کې پر پاکستاني پوځيان متعدد بريدونه شوي، چې په ترڅ کې يې يادو پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله ور اوښتې ده.

وسله‌والو تېره شپه د جنوبي وزيرستان اړوند په اعظم ورسک نومې سيمه کې د پاکستاني پوځيانو پر پوسته بريد کړی او په کې يې ۲ تنه پوځيان وژلي او يو شمېر نور يې ټپيان کړي دي.

د پاکستان پوځ په يوه بيان کې ويلي، چې دا پېښه ډيورنډ کرښې ته څېرمه شوې ده او په ځوابي ډزو کې وسله‌وال له سيمې تښتېدلي دي.

له دې سره د باجوړ ايجنسۍ د ماموندو په شېخ بابا سيمه کې د پوليسو پر پوسته وسله‌وال بريد کې بيا يو پوليس وژل شوی او يو بل هغه ټپي شوی دی.

له دې يوه ورځ وړندې پرون دوشنبه د شمالي وزيرستان په دته‌خېلو کې پر پاکستاني پوځيانو چاودنه شوې. د پاکستان پوځ په دې اړه ويلي، چې په ياده چاودنه کې يې دوه تنه پوځيان وژل شوي دي.

خو ځايي اوسېدونکي بيا په شمالي او جنوبي وزيرستان کې د وژل شوو پاکستاني پوځيانو شمېر له دې شمېر زيات ښودلی دی. تر اوسه هېڅ کومې وسله‌والې ډلې د يادو بريدونو مسووليت په غاړه نه دی اخيستی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...