Home » دسته‌بندی نشده » شل اوریزه کرکټ لوبې؛ افغانستان نن له سریلانکا سره مخامخ کېږي

شل اوریزه کرکټ لوبې؛ افغانستان نن له سریلانکا سره مخامخ کېږي

د افغانستان او سریلانکا د کرکټ ملي لوبډلې به نن دوشنبه د سلواغې ۳۰مه د نړیوالو شل اوریزو سیالیو په دویمه لوبه کې له یو بل سره مخامخ شي.

د کرکټ بورډ د معلوماتو پر بنسټ، دغه لوبه به د افغانستان پر وخت ماښام شاوخوا شپږ بجې د سریلانکا په رنګیري ډمبولا نړیوال کرکټ لوبغالي کې پیل شي.

د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کې سریلانکا ته د ۴ منډو په توپیر لوبه بایللې وه.

د یادولو وړ ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دوه ستوري، راشد خان او مجیب الرحمن د روغتیایي ستونزو له امله په دغو سیالیو کې ګډون نه کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

تکواندو اتلان

افغان لوبغاړو د ټکوانډو د اسیا اتلولي وګټله

د افغانستان د ټکوانډو، کم ...