تېره ورځ طالبانو د ميدان وردګو ولايت په مرکز کي يوتن محصل چي د کانکور آزموینې د پاره سيدآباد ولسوالی ته په لاره و، دشت توپ سيمي ته په رسېدو له موټره کته کړی او بیا یې وژلی ده.
د میدان وردګو ولایت د ولایتي شورا غړی شریف الله هوتک پرخپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې په دې وروستیو کې د دغه ولایت د خراب وضعیت، بې امنیتي له کبله اندېښنه ښودلې ده. هوتک زیاته کړې، چې د یاد ولایت مقام سره په دوه کلیومتری کې انسانان وژل کیږی خو د یاد ولایت مسؤولین ځان بې تفاوته ښي او نه یې په وس پوره چې د دغه ولایت وضعیت کنټرول کړي.
شریف الله هوتک پر فیسبوک پاڼه لیکلي؛ که حکومت د ميدان وردګو ولايت د لومړي درجه چارواکو د لري کيدو او څارنوالى ته يي معرفي نه کړي او که د تير په څير حکومت دغه ناکامه چارواکي په ميدان وردګو ولايت کي دولس د تباهۍ لپاره پر خپل ځاي پريږي. د دغو چارواکو پر ضد به ولسي لاريونونه پرلاره واچوي.
دا په داسې حال کې چې تېره ورځ مازیګر د ملي اردو په قطار د میدان وردګ اړوند سیمه کې موټر بم برید شوی چې کبله یې ۸ سرتیري پکې شهیدان شوي او ۹ نور ټپیان دي.