نن دوشنبه د (لړم په ۱۶مه) شديدې زلزلې د بدخشان ولايت ځينې برخې لړزولي دي. د يادې زلزلې شدت د ريختر په اندازه ۵.۴ درجې ښودل شوی دی.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس معزالدين احمدي ويلي، چې د يادې زلزلې له امله له شغنان ولسوالۍ څخه د زيانونو راپورونه ورکړل شوي؛ خو نوموړي دا نه ده روښانه کړې چې ياد زيانونه په کومه اندازه دي؟
د امريکا ځمک پېژندنې ادارې هم په بدخشان کې سهارنۍ زلزله تائيد کړې او ويلي يې دي، چې د يادې زلزلې شدت ۵.۴ درجې و. دې ادارې ويلي، چې د زلزلې مرکز د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې د ۱۰۳ کيلومټرو په اندازې سره د ځمکې په لانديني پوړ کې دی.
دې زلزلې پر شغنان ولسوالۍ سره بېره فېضاباد ښار، اشکاشم ولسوالي او دغه راز د تاجکستان اړوند بدخشان ځيني سيمې هم لړزولي دي.
تر اوسه ځايي چارواکو د زلزلې له امله د اوښتي زيان په تړاو څه نه دي ويلی.