د کاناډا حکومت خبر ورکړی، چې دې هېواد ته د افغان کډوالو د لېږدولو په ترڅ کې تازه ۳۱۱تنه نور افغانان هم په يوه چارټر الوتکه کې له پاکستان څخه کاناډا ته رسيدلي دي.
د کاناډا د وګړو او کډوالو وزير شان فريزر په دې اړه بېګا شپه د (تلې په ۲۷مه) خپل ټوېټر کې ليکلي، چې ياد شمېر افغان کډوالو ته يې د کاناډا په هاليفاکس هوايي ډګر کې ښه راغلاست ويلي.
نوموړي زياته کړې، په دې کسانو کې هغه ژباړونکي او نور افغانان شامل دي، چې په افغانستان کې يې د کاناډا له ملکي او نظامي ماموريت سره همکاري کړې ده.
د فريزر په خبره دا مهال ۲۲۵۸۱ افغان کډوال په کاناډا کې مېشت شوي او زياتوي هڅه کوي چې په کاناډا کې د ۴۰ زره افغان کډوالو په ځای پر ځای کولو سره په دې برخه کې خپل هدف ته ورسېږي.
له دې دوې ورځې وړاندې جرمني چارواکو اعلان وکړ، په پام کې لري چې ۳۷زره هغه افغانان خپل هېواد ته ولېږدوي چې په افغانستان کې له خطر سره مخ دي.
دامهال زرګونه افغانان په اسلاماباد کې د دې لپاره په تمه دي، چې له هغه ځايه به د امريکا په شمول د اروپايي هېوادونو له سفارتونو سره په همغږۍ يادو هېوادونو ته ولېږدول شي.