په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازی وایي چې ۱۸ میلیون افغانان بشري او روغتیایي مرستو ته اړتیا لري.
په افغانستان کې د دې سازمان د دفتر مشر جمشید تنولي په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې باید یو پیاوړی روغتیایي نظام په ځانکړې توګه د ښځو او ماشومانو لپاره جوړ شي.
د تنولي په وینا، په افغانستان کې باکیفیته روغتیایي خدماتو ته لاسرسی جدي او چټکه اړتیا ده.
هغه له پاکستان او ايران څخه د افغان کډوالو جبري ایستلو ته په اشارې سره ویلي چې د دې کډوالو راتګ د افغانستان په کمزوري روغتيايي سيستم باندې زيات فشار راوړی دى.
د روغتيا د نړيوال سازمان استازي زياته کړې چې دغه سازمان له خپلو شریکانو سره د افغانستان له روغتيايي سيستم سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.