Home » افغانستان » شاهين: هند دې د پخوانيو چارواکو پر ځای له اوسني حکومت سره اړيکې وپالي

شاهين: هند دې د پخوانيو چارواکو پر ځای له اوسني حکومت سره اړيکې وپالي

په قطر کې د اسلامي مارت سياسي دفتر رئيس سهېل شاهين The Print په نوم له يوې انلاين رسنۍ سره په تازه مرکه کې د هند او افغانستان ترمنخ پر اړيکو بحث کړی او له هند يې غوښتي چې له نوي حکومت سره اړيکې ټينګې کړي.

نوموړي زياته کړې، چې هند دې د محمد اشرف غني د حکومت له چارواکو سره د افغانستان د استازو په توګه اړيکې نه ساتي او پر ځای دې يې له نوي حکومت سره اړيکو ته دوام ورکړي.

شاهين د خپلو خبرو پر دوام سره ويلي، د هند او فغانستان ترمنځ د اړيکو دوام اړين دی او له همدې کبله دې يې هند په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانيزي. نوموړي دا هم ويلي، چې هند کولی شي په افغانستان کې د خپلو نېمګړو پاتې پروژو کارونه هم بشپر کړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...