د پآکسان د کرکټ وتلی ستوری او د پآکستاني کرکټ ټیم پخوانی کپتان شاهد افریدی دکرونا په ناروغياخته وی دی .
نوموړي د دعا غوښتنه کړې ده .
ښاغلي اپریدي د شنبې په ورځ پر خپلو پاڼو، فیسبوک او ټویټر کې په ویروس د خپل اخته کېدو خبرخپور کړی دی.
هغه لیکلي دي: “د پنجشنبې راهېسې ښه نه یم او وجود مې بد درد کوي. زما معاینه وشوه او له بده مرغهد کروناویروس نتیجه مې مثبته ده. د بېړنۍ روغتیا لپاره ستاسو دوعاګانو ته اړتیا لرم. ”
افریدی تازه د پاکستان تر کنټرول لانديبلوچستان ایالت ته تللی وو.
شاهد اپریدی د ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۱۸ کال پورې د پاکستان لپاره کرکټ کاوه او د دغه هېواد د ملي لوبډلېکپتان هم و.
هغه د خپل وخت یو چټک توپ وهونکی و چې په یوې ورځنیو نړیوالو لوبو کې یې په کمو توپونو د ۱۰۰منډو لومړی ریکارډ یې هم جوړ کړی دی.
اپریدی داسې مهال په کروناویروس اخته شوی دی چې د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساسپه پاکستان کې د کروناویروس له کبله شاوخوا ۲۵۰۰ کسان مړه شوي او څه باندې ۱۳۲زره نور په دغهویروس اخته دي.
دا یوازيشاهد افریدی نه دی بلکه په پاکستان کې ګڼ سیاستوال او تر درې زره زیات روغتیا ييکارکونکيهم په کرونا وایرس اخته شوي دي .
په افغانستان او پښتونخوا کې کرونا ناروغيپه چټکيپر مخ روانه ده او د ډاکترانو په وینا چې ښايي دکرونا د وایرس شدت نور هم زیات شي.
په بریتانیا کې افغان ډاکتر ډاکتر اکبر اکبر واي چې (که څه هم په ټوله امريکه کې او په تيره بيا پهټکزېس، فلوريډا او اريزونا کې خو همدا پرون د کويډ د ناروغانو شمېرې بيا تر ريکارډ کچې پورې ټوپوهلې او د کويډ د دويمې راروانې څپې ويره ېې پارولې ده. چې د همدې دويمې څپې ويرو پرون دنيويارک د ونډو په بازار کې د کمپنيو د ونډو بيې بدې بدې ځپلي هم دي ).