د شانګهای همکاريو سازمان غړو هېوادونو استازي پرون دوشنبه د (غويي په ۲۶) د افغانستان وضعيت پر سر د بحث په موخه، د هند په پلازمېنه نوي ډهلي کې سره راټول شوي.
د دې سازمان غړو هېوادونو استازو د خپلې څلور ورځنۍ غونډې د پرانيستې پرمهال، په افغانستان کې بشري وضعيت د تېر څو کلونو په پرتله خورا ناسم وباله.
دوی زياته کړې، په داسې حال کې چې واک ته د طالبانو له بيا ځلي رسېدو ۹ مياشتې تېرېږي، ورسره سم په دې موده کې په افغانستان کې بشري وضعيت هم ورځ تر بلې خراب شوی.
په هند کې د افغانستان سفير فريد ماموندزي چې په دې غونډه کې ګډون لري هم، په خپل ټوېټر کې لېکلي چې په افغانستان کې بشري ناورين په تېرو ۹ مياشتو کې خورا زيات شوی دی.
بل خوا په نوي ډهلي کې د افغانستان په تړاو د شانګهای سازمان له غونډې وروسته، ازبکستان هم ښايي د افغانستان په اړه د يوې غونډې کوربهتوب په غاړه واخلي.
د ازبکستان بهرنيو چارو وزير پرون ويلي، هېواد يې هڅه کوي څو په افغانستان کې د بشري ناورين د مخنيوي په موخه د يوې نړيوالې غونډې کوربهتوب وکړي.