د افغانستان د بيا رغونې لپاره د امريکا ځانګړې مفتش يا سېګار په دې وروستيو کې د سرپرست حکومت له لوري د افغانستان پر کورنيو رسنيو د بنديزونو لګولو له امله اندېښنه ښودلې.
دې ادارې نن دوشنبه د (چنګاښ په ۱۴مه) په خپل ټوېټر کې لېکلي، چې طالبان د هرې ورځې په تېرېدو سره پر افغان رسنيو بنديزونه لګوي او د دې ترڅنګ ورته محدودوونکې لارښوونې هم کوي.
سېګار زياته کړې، د طالبانو له لوري د محدودوونکو لارښوونو پربنسټ رسنۍ هغه څه نشي خپرولی چې د دوی د اصولو او قوانين خلاف وي.
سېګار وړاندې زياته کړې، چې د يادو محدوديتونو په ترڅ کې رسنۍ طالبانو ته د ترهګرو کليمې له کارولو او بهر ته د تګ لپاره د ځوانانو له هڅولو منعه کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د اسلامي امارت له بيا رسېدو سره په افغانستان کې له سلو زياتو چاپي، غږيزو او انځوريزو رسنيو خپل فعاليتونه د بېلابېلو دلايلو له مخې چې عمده هغه يې مالي ستونزې دي، درولي دي.