د افغانستان بيارغونې لپاره د امريکا ځانګړي مفتش يا سېګار په خپل وروستي راپور کې، په افغانستان کې د بېسارې وچکالۍ خبرداری ورکړی دی.
سېګار پرون دوشنبه د (غويي په ۱۹مه) خپل ټوېټر کې لېکلي، دغه وچکالي ښايي تر دې حده زياته وي چې ښايي په تېرو درېيو لسيزو کې يې ساری نه وي لېدل شوی.
سېګار دغه راز د سره صليب او سرې مياشتې د ادارو له قوله زياته کړې، چې په افغانستان کې د هغې ساحې کچه خورا کمه شوې کوم چې له ژمې وړاندې د مني پرمهال پرې غنم کرل کېدل.
له دې وړاندې نړيوالو بنسټونو ويلي و، چې په افغانستان کې د ژمي پرمهال د کافي اورښتونو نه کېدو له امله، ښايي يو شمېر ولايتونه د وچکالۍ له کبله اغيزمن شي.