Home » افغانستان » سېګار: د افغان ميرمنو په اړه وروستي راپورونه اندېښمنوونکي دي

سېګار: د افغان ميرمنو په اړه وروستي راپورونه اندېښمنوونکي دي

د افغانستان بيا رغونې لپاره د امريکا ځانګړې څارونکې اداره يا سېګار وايي، په افغانستان کې دامهال ميرمنې د طالبانو له لوري له محدوديتونو سره مخ دي او پر ښځو دغه محدوديتونه نور هم د زياتېدو په حال کې دي.

سېګار د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان په حواله ويلي، دامهال افغان ميرمنې د سپورټ کولو په برخه کې له بنديزونو او روغتيايي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

دې ادارې زياته کړې چې د روغتيايي مرکزونو ته د ورتګ په شمول طالبانو له محرم پرته ميرمنې د سپورټ له ميدانونو منعه کړي دي. سېګار د طالبانو له لوري پر ښځو د بنديزونو لګولو په لړ کې کابل کې په ډزو سره د ميرمنو لاريون ګډودولو، په دولتي ادارو کې ښځينه کارکوونکي له کار منعه کولو او په بشري برخو کې د ښځينه کارکوونکو د کار مخنيوي ته هم اشاره کړې.

دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت هر وخت د ښځو حقونو خونديتوب او دوی ته د کار کولو يوه خوندي چاپيريال د رامنځته کولو ډاډ ورکړی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

یونیسف د ارزګان له روغتیايي مرکزونو سره د درملو او نورو توکو مرسته وکړه

په افغانستان کې د ملګرو ...