د افغانستان بيا رغاونې لپاره د امريکا متحده ايالاتو سر مفتش ادارې يا سېګار په خپل تازه راپور کې د تېرو دوو لسيزو جګړې پرمهال د وژل شويو افغانستان سرتېرو شمېرې خپرې کړي او ويلي يې دي چې په ياده موده کې له ۶۰ تر ۷۰ زرو افغان سرتېري وژل شوي دي.
سېګار په خپل راپور کې دغه شمېرې د امريکا د پوځ لوی درستز مارک ميلي له قوله خپرې کړي او ويلي يې دي، دغه شمېر افغان سرتېري له د وسلهوالو مخالفانو له لوري په مخامخ جګړه، ځانمرګو بريدونو او چاودنو کې وژل شوي دي.
په ورته مهال سېګار د امريکا او بهرنيو ځواکونو مرګ ژوبلې ته هم اشاره کړې ده. د راپور له مخې، د ۲۰۰۱ زېږديز کال د اکټوبر له ۷مې تر د ۲۰۲۱ زېږديز کال د اګسټ ۳۱مې پورې په افغانستان کې ټولټال ۱۹۱۰ تنه امريکايي سرتېري وژل شوي او ۲۰۶۸۶ تنه نور ټپيان شوي دي. د سېګار د راپور پر له مخې، د دې ترڅنګ په همدې موده کې ۱۱۷۷ تنه د نورو بهرنيو هېوادونو سرتېري هم وژل شوي دي.
د افغان او امريکايي ځواکونو ترڅنګ د سېګار په دې خپاره شوي راپور کې د امريکايي قراداديانو وژل کېدو يادونه هم شوې ده. د يادې ادارې د راپور پر بنسټ د ۲۰۰۲ زېږديز کال د اپرېل له ۱۷مې تر د ۲۰۱۸ زېږديز کال د سپټمبر ۳۱مې پورې، ۴۵ امريکايي قرارداديانو په شمول ۱۲۳۳ تنه چې د بيا رغورنې پر کارونو بوخت وو، وژل شوي دي.
د سېګار په دې راپور کې بيا د طالبانو او دغه راز د عامو ملکي افغانانو د وژل کېدو په اړه شمېرې نه دي په ډاګه شوي.
دا په داسې حال ده چې په ۲۰۱۹ کال کې لرې کړل شوي ولسمشر محمد اشرف غني د امريکا له سي اېن اېن ټلوېزيون سره په مرکه کې ويلي و، چې د افغانستان په جګړه کې تر هغه مهاله ۴۵ زره تنه افغان سرتېري وژل شوي دي.