Home » افغانستان » سېګار: د افغانستان وسله‌والو ځواکونو ځيني غړي له مقاومت جبهې سره درېدلي

سېګار: د افغانستان وسله‌والو ځواکونو ځيني غړي له مقاومت جبهې سره درېدلي

د افغانستان د بيا رغونې لپاره د امريکا ځانګړي مفتش يا سېګار خبر ورکړی، چې د افغانستان مخکيني وسله‌والو ځواکونو يو شمېر غړي په وروستيو کې د مقاومت له جبهې سره يو ځای شوي دي.

سېګار دا خبر د امريکا د دفاعي استخباراتو په حواله ورکړی او ويلي يې دي، چې د مخکينيو نظاميانو يو شمېر هغه يې د طالبانو خلاف د مقاومت جبهې په صف کې درېدلي دي.

له دې سره د مقاومت جبهې د بهرنيو اړيکو مسوول علي ميثم نظري هم د سېګار دغه تازه خبر تائيد کړی دی او په دې اړه يې خپل ټوېټر کې لېکلي، چې پخواني نظاميان د مقامت جبهې د ملا تير تشکيلوي.

نوموړي ټينګار کړی چې د مقاومت جهه په هېواد کې د سولې او ثبات د ټينګښت، ازادۍ او دغه راز د عدالت د تامين يوازېنی ادرس دی.

په فغانستان کې د محمد اشرف غني په مشرۍ د جمهوري دولت له نسکورېدو سره، د دغه نظام وسله‌والو ځواکونو اکثره غړي بې روزګاره شول او ځيني يې بيا په سختو قاچاقي لارو بهرنيو هېوادونو ته تللي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...