Home » افغانستان » سېګار د اشرف غني له لوري له ځان سره د پيسو لېږدولو راپورونه ناسم وبلل

سېګار د اشرف غني له لوري له ځان سره د پيسو لېږدولو راپورونه ناسم وبلل

د افغانستان بيارغونې لپاره د امريکا متحده ايالاتو ځانګړي مفتش يا سېګار هغه راپورونه رد کړي، چې ګواکې مخکيني ولسمشر محمد اشرف غني له کابل څخه د وتلو پرمهال له ځان سره ۱۶۹ ميليونه ډالر وړي دي.

دې ادارې په يوه تازه راپور کې زياته کړې چې د اشرف غني له لوري د پيسو وړلو په تړاو په شوو ادعاوو کې مبالغه شوې او د سېګار په خبره، له کابل څخه د غني د وتلو پرمهال له نوموړي سره په ۴ چورلکو کې يوازې ۵سوه زره ډالر وو.

سېګار ويلي، چې له کابل څخه د محمد اشرف غني د وتلو پرمهال درې چورلکې له ارګ او يوه هغه يې د کابل له هوايي ډګر په هوا شوې او ازبکستان ته رسېدلي دي.

د نوموړې ادارې په خبره، دا چې د مخکيني ولسمشر غني چورلکې د مرمۍ ضد له امله درنې وې او په کې ۵۴ تنه سپاره وو، نو د ۱۶۹ ميليونه فزيکي ډالرو چې وزن يې ۲ ټنه کېږي، په يادو چورلکو کې لېږدول له امکان لرې خبره ده.

په دې تړاو د سېګار په څېړنو کې چې اشرف غني ته له نږدې کسانو سره په کې خبرې شوي واضېح شوې، چې د تېر نظام له سقوط لنډه موده وړاندې له ځينو دولتي ادارو لسګونه ميليونه ډالر ورک شوي او لا يې هم درک نه دی مالوم.

د څېړنو په دې راپور کې ويل شوي، چې په ورکو شوو ډالرو کې د ملي امنيت رياست د عملياتي برخې ۷۰ ميليونه ډالر هم شامل دي. سېګار ته مخکينيو چارواکو ويلي، چې پر دې پيسو باندې د طالبانو پر ضد جنګېدونکو مليشو ته وسلې او نور امکانات برابرېدل.

سېګار ويلي، چې ارګ ته د طالبانو له دننه کېدو وړاندې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ۷ ميليونه ډالر پاتې وو او د سېګار د ادعا له مخې، يادې پيسې د ولسمشرۍ ماڼۍ د ساتونکو له لوري په خپلو منځونو کې وېشل شوي دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...